اليکشن کميشن آف پاکستان انتخابي شيډول د دسمبر مياشتې په وړومبې هفته کښې جاري کولو فيصله کړې، ډسټريکټ ريټرنينګ آفيسر او ريټرنينګ آفيسر تعيناتي د دې مياشتې په آخر کښې ترسره کيدو امکان دې.
زرائع اليکشن کميشن مطابق د انتظامي افسرانو سروس ريکارډ مکمل جائزه اخستلے شوې، ډير زر د ډسټريکټ ريټرنينګ آفيسر او ريټرنينګ آفيسر حتمي فهرست منظورې امکان دې،
زرائع وائي چې اليکشن کميشن د انتخابي شيډول نه وړاندې د ډي آر اوز، او، آر اوز تعيناتې فيصله کړې، ولې عام انتخابات کښې ډي آر اوز، او، آر اوز د انتظاميې نه اخستو قوي امکان دې.