ترجمان دفتر خارجه ممتاز زهرا بلوچ وئيلي چې مونږ سره خفيه معلومات دي چې ترهه ګر پاکستان کښې د بےاسناده ميشته خلقو سره رابطه کښې دي،جعلي دستاويزاتو باندې جوړ کړې شوي کاروبار لپاره ټاسک فورس قائم کړې شوې او دغه فورس غيرقانوني توګه ميشته بهرملکيانو پراپرټيز جائزه اخلي.
هفته وار ميډيا بريفنګ کښې ترجمان دفتر خارجه ممتاز زهره بلوچ وئيلي چې مونږ انټلجنس معلوماتو باندې د افغانستان عبوري حکومت ته وئيلي چې د ترهه ګرو ټکانو خلاف کارروائي اوکړي، مونږ غواړو چې کلعدم ټي ټي پي خلاف دې سخته کارروائي اوکړې شي او د پاکستان سيکيورټې لپاره خطره پيدا کونکے دغه ګروپ دې ختم کړې شي.
زهره بلوچ زياته کړه چې پاکستان به افغانستان ته دواړه خيزه تجارت او د ټرانزټ ټريډ سهولت ورکوي، د جعلي دستاويزاتو باندې جوړ کړې شوي کاروبارونو فيصله به د پاکستاني قوانين لاندے کولے شي، په دې اړه د سيکريټري داخله په مشرې کښې يو ټاسک فورس جوړ کړې شوې، دغه ټاسک فورس د بے اسناده غيرملکيانو پراپرټيز جائزه اخلي.