انټي کرپشن د جعلي دوايانو او شناختي کارډ جوړولو کښې ککړ درې ملزمان ګرفتاره کړې،ملزمان پيښور او لوئر دير سيمو نه نيول شوي دي،انټي کرپشن مطابق يو ملزم فياض الدين د طالب علمانو مظائفو کښې هم خورد برد کړيدې۔
انټي کرپشن مختلف غيرقانوني دهندو کښې مطلوب ملزمان ګرفتاره کړي،حکامومطابق ملزم حيات الله به جعلي پاکستاني شناختي کارډونه جورول،ملزم احمد خان به د جعلي دوايانو جوړولو کار کووکوم چې ګرفتار کړې شوي۔
حکامو مطابق دې نه علاوه نيول شوي ملزمانو کښې فياض الدين هم شامل دې کوم چې په کال دوه زره اتلسم کښي پاکستان پوسټ کښي تعيناتې دوران درې لکه يوکم اويا زره او شپږ سوه روپو خورد برد کړې وو،دے نه علاوه ملزم دير تيمر ګره پوسټ آفس کښي تعيناتي بإپرمهال د طالب علمانو وظائف خوړلي وو۔