وفاقي حکومت د پټرول او ډيزل نرخ کښې د کمي اعلان کړې او دې حوالې سره پټروليم ډويژن له لوري اعلاميه هم جاري کړې شوې ده ۔
اسلام آباد: پټروليم ډويژن له لوري جاري نوټي فکيشن کښې وئيلي شوي چې پټرول نرخ کښې لټر په سر درې روپۍ کمې شوې، چې ورسره د پټرول في لټر نوې قيمت درې سوه، پنځۀ ديرش روپۍ مقرر کړې شوې دې ۔
نوټي فکيشن مطابق د ډيزل نرخ کښې اووۀ روپۍ في لټر کمي اعلان شوې، چې ورسره د ډيزل نوې قيمت درې سوه، څلور شپيتۀ اوويا روپۍ في لټر مقرر کړې شويدې ۔
نوټي فکيشن کښې مخکښې وئيلي شوي چې اوګرا د پټروليم پرائسنګ مکينزم لاندې د شپږ نومبر لپاره د پټروليم مصنوعاتو ايکس ډپو قيمتونو کښې ردو بدل کړې دې ۔
نوټي فکيشن کښې مخکښې وئيلي شوي چې د پټرول او ډيزل د نوې قيمتونو اطلاق به د دولسم نومبر لپاره وي ۔

