د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي وئيلي دي چې د ترهه ګرۍ خلاف جنګ او د امن قيام د حکومت وړومبې ترجيح ده،د پي ټي آئي ديارلس کلن دور د صوبې اولس لپاره ډير مشکل دور وو، ګورنر دا هم وئيلي چې د صوبې ټول مسائل او په دې حواله د حکومت مطالبې وزيراعظم ته پيش کړي شويدي او هغوي د دې د حل کولو باور ورکړېدے،د صوبائي مسائلو حل لپاره به ټولو پارټو له يو موټي کيدل وي ۔
پېښور کښې خبري غونډې ته وينا کښې ګورنر خېبر پښتونخوا فيصل کريم کنډي وئيلي دي چې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ کښې غونډه کښې فېلډ مارشل عاصم منير، وفاقي وزيرانو، وفاقي سېکرټريز او د اېف بي آر مشر په ګډون مهمو چارواکو ګډون کړی وو ۔
ګورنر اووئيل چې د صوبې ترقياتي کارونو پيل کولو لپاره د وفاق نه د يو سل او شپېته ارب روپو فراهمۍ باور راکړې، او که نورې پېسو هم ضرورت شي، نو بيا به غوښتنه ورته کېږي، د غنمو مسئلې حل لپاره هم متعلقه چارواکو ته هدايات جاري کړې شويدي ۔
ګورنر فيصل کريم کنډي اووئيل چې د ترهه ګرۍ خلاف جهګړه او د امن قيام د خېبر پښتونخوا حکومت لومړيتوب دې، د امنيت له ښه کېدو وروسته به د ترقياتي منصوبو ته پام کولې شي ۔
هغه مخکښې اووئيل چې د صوبې د حقونو او مسئلو حل لپاره به له وفاق سره خبرې کوي او په دې لړ کښې به ټولې سياسي ډلې هم د ځان سره د ميلاؤلو کولو هڅه کولې شي ۔
فيصل کريم کنډي زياته کړې چې د پوليس شهيدانو لپاره ځانګړی پېکج تيار شوې او پوليس، په ځانګړي ډول سي ټي ډي ته به اهم سامان او نور سهولتونه ورکول کېږي ۔
د هغه وينا وه چې په پېښور کښې يو لک او درې ويشت زره ګاډي دي چې اوويا زره رکشې ئې غير رجسټرډ دي، د ټريفک مسئلو حل لپاره به جديدې مشينې، ټېکنالوجي او د څارنې نظام معرفي کېږي، څو د ټريفک قوانينو عملي کېدل يقيني شي ۔

