ګورنر فيصل کريم کنډي چارسده کښې د شهيد ډي ايس پي عمران الدين او سپاهي کاظم جان کور ته ورغلې او پحق رسيدلي اهلکارانو لپاره ئې د هغوي خپل خپلوانو سره غمرازي کړې او فاتحه خواني ئې هم کړې، ګورنر فيصل کريم کنډي وئيلي چې صوبائي حکومت سيکيورټي اهلکارانو سره کلک ولاړ دې، او د دوي قربانۍ به نۀ ضائع کيږي، بلخوا کرک کښې د ترهه ګرو خلاف آپريشن دوران شهيد ډي ايس پي عمران الدين پشمول څلور پوليس اهلکار خپل آبائي سيمو کښې خاورو ته سپارلي شويدي ۔
د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي چارسدہ کښې د شهید ډي ایس پي عمران الدین او سپاهي کاظم جان کورنۍ سره تعزیت کړې او د دوي د اوچتو درجو او ایصال ثواب لپاره ئې فاتحه خواني هم کړيده ۔
په دې موقع میډیا سره خبرو کښې ګورنر فیصل کریم کنډي وئیلي چې پاک فوج، پولیس او نور سیکورټي ځواکونو د ملک د بقا او سلامتیا لپاره ډيرې قربانۍ ورکړي او مونږ د خپل سیکورټي ځواکونو سره اوږه په اوږه ولاړ یو ۔
ګورنر فیصل کریم کنډي اووئيل چې تیرہ ورځ د قامي ایپکس کمیټۍ تاریخي غونډه شوې او وزیراعظم واضحه کړې چې د ترهه ګرۍ په ضد به زیرو ټالرنس پالیسي وي او خېبر پښتونخوا به د ترهه ګرو څخه صفا کولې شي ۔
ګورنر اووئيل چې د افغانستان نه د نړیوالو ځواکونو وتلو نه پس پاتې شوې جديد وسله ترهه ګرو ترلاسه کړې، کومه چې اوس د پاکستان خلاف استعماليږي ۔
ګورنر زياته کړې چې د ترهه ګرۍ په ضد جنګ لپاره صوبې ته اتۀ سوه ارب روپۍ ميلاو شوي کومې چې تير صوبائي حکومت نۀ دي خرچ کړي ۔
ګورنر فیصل کریم کنډي مخکښې اووئيل چې څوک د پاکستان خلاف وي او آئین نۀ مني، د هغوي سره به مذاکرات او هیڅ قسمه رعایت نۀ کيږي ۔
ګورنر فیصل کریم کنډي دا هم وئيلي چې تير وزیر اعلی سهيل آفریدي په محفوظ لاسونو کښې دې، خو د هغه د مستقبل په اړه هيچا ته معلومات نيشته ۔
بلخوا کرک کښې د ترهه ګرو خلاف آپريشن دوران شهيد ډي ايس پي عمران الدين پشمول څلور پوليس اهلکارو جنازې ادا شوي او هغوي خپلو خپلو آبائي سيمو کښې خاورو ته سپارلي شويدي ۔

