د پي ټي آئي صوبائي حکومت ختمېدو او لانګ مارچ ناکامۍ وروستو پي ټي آئي کښې اختلافات نور سيوا شوي، د پارټي سينئر غړي په يوبل نۀ صرف سنګين الزامات لګوي بلکه دهړکې ئې هم ورکړي، سيکريټري جنرل سلمان اکرم راجه پوسټ کړې وو چې پارټې کښې اندروني اتفاق باندې غير جمهوري فيصله سازو حمله ده، ردعمل کښې علي امين ګنډا پور وئيلي چې مونږ ته چا نه د وفادارۍ سرټيفکيټ اخستو ضرورت نيشته، سلمان اکرم راجه دې بيان واپس واخلي او منتخب نمائندګانو او کارکنانو نه دې معافي اوغواړي، بلخوا پي ټي آئي چيئرمين بيرسټر ګوهر پارټۍ اراکين يو بل خلاف بيان بازې نه منع کړيدي ۔
د پي ټي آئي سيکريټري جنرل سلمان اکرم راجه په سوشل ميډيا پوسټ وروستو د پارټۍ مشرانو ترمينځ اختلافات مخې ته راغلي دي، پخواني وزيراعلیٰ علي امين ګنډا پور او د اسمبلې اراکينو په هغه پوسټ سختې نيوکې کړېدي ۔
سلمان اکرم راجه وئيلي وو چې جنيد اکبر نه پس علي اصغر قائم مقام صوبائي صدر دې، پارټۍ کښې په اندروني اتفاق غير جمهوري فيصله سازو حمله ده ۔
د پارټۍ سيکريټري جنرل بيان باندې ردعمل کښې علي امين ګنډا پور وئيلي چې د دوي غلط پلاننګ لوجې حکومت ختم شوېدې، خان نۀ دوي ته اختيار ورکړې وو، نه دوي اختيار استعمال کړو او نۀ ئې ډيليور کړې،سلمان اکرم راجه دې بيان واپس واخلي، د الزامات ثبوت پيش کولو او منتخب نمائندګانو او کارکنانو نه دې معافي اوغواړي ۔
علي امين ګنډا پور اووئيل چې د سلمان اکرم راجه فيصلو اثرات صرف باني پي ټي آئي او جيلونو کښې قيد ملګرو پورې محدود نه بلکه ټول ملک کارکنانو هم د دې قيمت ادا کړېدې ۔
بلخوا پي ټي آئي چيئرمين بيرسټر ګوهر د پارټي اراکين يوبل خلاف بيان بازې نه منع کړېدي، وائي چې پارټي متحد ده، ايم پي ايز کله د پارټۍ پاليسې خلاف ورزي نه دې کړې او نه به ئي کوي ۔

