د مالديپ صدر ډاکټر محمد معيزو د پاکستان په درې ورځنې دوره نن اسلام آباد ته راځي،د مالديپ صدر به د خپل هم منصب آصف علي زرداري،وزيراعظم شهباز شريف او نور حکومتي چارواکو سره ملاقاتونه کوي او ورسره به دوه اړخيزه اړيکو او مختلف شعبوکښې تعاون په معاملو خبرې کوي،د مالديب صدر دورې په مهال دواړو ملکونو ترمينځ مختلف معاهدو او مفاهمتي ياداشتونو باندې به لاس ليک کيږي ۔
اسلام آباد: د مالديپ صدر ډاکټر محمد معيزو د خپلې کورودانې او سرکاري وفد سره په درې ورځنۍ دوره اسلام آباد ته رارسېدلې دې، وفاقي وزير جنيد انوار چودهري او وزير مملکت وجيهه قمر په ايئرپورټ د مالديپ صدر تود هرکلے کړېدې ۔
روايتي لباس کښې ملبوس ماشومانو مالديپ صدر ته ګلونه پيش کړي،مالديپ صدر به وزيراعظم شهبازشريف سره د معاونينو بغير او وفود په کچ مذاکرات کوي ۔
دواړه مشران به دواړه خيزه تعلقاتو ټولو اړخونو جاج اخلي او د مختلفو شعبو کښې تعاون نور مضبوطولو امکانات به لټوي ۔
دورے په موقع دواړه خيزه تعاون د مختلفو شعبو په اړه يو شمير لوظنامو او مفاهمت په ياد داشتونو لاسليک هم متوقع دې ۔
د مالديپ صدر ډاکټر محمد معيزو د وزيراعظم شهبازشريف په بلنه د پاکستان په دوره راغلې دې ۔

