سپريم کورټ د خلع معامله کښې د حق مهر واپسي کالعدم ګرځولو خلاف اپيل معامله د پنجاب وزيراعلیٰ په نوټس کښې د راوستو امر کړېدې، جسټس شاهد وحيد وئيلي چې د زنانه خلع اخستو باندې پنځوس فيصد حق مهر واپس کولو قانون صرف پنجاب کښې جوړ شوې، پنجاب کښې يوه زنانه وزيراعلیٰ ده، آيا پنجاب حکومت د زنانؤ حقوق خلاف د دې قانون پيروي کول غواړي؟ عدالت واضحه کړې چې د زنانؤ مقام کمولو باندې به بالکل سمجهوته نۀ کوؤ ،حق مهر د زنانه ملکيت وي ۔
د سپریم کورټ د شریعت اپیلیټ پنځه کسیزې بينچ د خلع اخیستونکې ښځې نه د پنځوس فیصد حق مهر واپس کولو د پنجاب قانون خلاف اپیل سماعت کړې ۔
د جسټس جمال مندوخېل په مشرۍ کښې د کیس سماعت شوې ،سماعت پر مهال عدالت ریمارکس ورکړي چې دا معامله دې د پنجاب وزیر اعلیٰ مخې ته کېښودي شي، چې حکومت دا کیس چلول غواړې اوکنه ؟
جسټس شاهد وحید زياته کړې چي د خلع اخیستو په صورت کښې د حق مهر پنځوس فیصده واپس کولو قانون صرف پنجاب جوړ کړې دې ۔
هغه پوښتنه اوکړه چې آیا د پنجاب حکومت غواړي چې د ښځو د حقونو خلاف د دغه قانون پیروي اوکړي، او آیا وزیر اعلیٰ پنجاب نه پوښتنه شوې چې هغه دا کیس چلول غواړي او که نه؟
۔
شریعت اپیلیټ بنچ په دې موقع دا هم ریمارکس هم ورکړې چې قرآن کوم اختیار ښځې ته ورکړی، حکومت ئې څنګه اخیستی شي؟ ۔

