د دوه اړخيزه ميکنزم قيام په حواله د افغان وزير داخله سراج حقاني په تجويز د پاکستان مثبت ردعمل،د خارجه دفتر ترجمان طاهر اندرابي وئيلي دي چې افغانستان سره په رياستي سطح د خبرو لپاره تيار يو خو افغان عبوري حکومت به د ترهه ګرو خلاف موثره کاروائيانولپاره پاکستان له پاخه ثبوتونه ورکوي،د خارجه دفتر ترجمان طمع څرګندکړې چې طالبانو حکومت به د ترهه ګرۍ مخنيوي په حواله خپلې ذمه وارۍ پورا کړي ۔
اسلام آباد: د ہفتہ وار نیوز بریفنګ پر مهال د دفتر خارجه ترجمان اووئيل چې پاکستان په رياستي کچ د يو ادارتي ميکنزم د جوړولو لپاره تيار دې، طمع ده چې د افغان طالبانو رجيم به د ترهه ګرۍ مخنيوي په اړه خپله ذمه واري پوره کوي او افغان خاوره به د پاکستان خلاف د استعمالېدو اجازت نۀ ورکوي ۔
د دفتر خارجه ترجمان اووئيل که د طالبانو رجيم د چا په وينا د فتنه الهند او فتنه الخوارج د لارې پاکستان بے ثباته کولو ته اجازت ورکوي، نو بيا دې ته پراکسي وئيلي شي ۔
ترجمان اووئيل د مکې معاهدې مقصد د سيمې سلامتيا ده، او د ګډو مقصدونو او اجتماعي ذمه واريو په اصولو يقين لرونکو هېوادونو لپاره اهم فورم دې ۔
د پاکستان او ايران د اړيکو په اړه د دفتر خارجه ترجمان اووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځ تجارت روان دې او پاکستان غواړي چې دا تجارت نور هم زيات شي، د ايران سره تجارت د نړيوالو تجارتي قوانينو تابع دے، پاکستان د ايران خلاف په يو اړخيزو بنديزونو د عمل پابند نه دے، خو که د ملګرو ملتونو لخوا بنديزونه ولګېدل نو بيا به صورتحال بدل وي ۔
ترجمان اووئيل پاکستان تل د ملګرو ملتونو د دائره کار نه بهر په يو اړخيزو بنديزونو او داسې اقداماتو غندنه کړې ده،د هرمز تنګي د صورتحال په اړه د دفتر خارجه ترجمان اووئيل تهران ته د سي ډي ايف سفر د هرمز تنګي د خلاصولو لپاره د هڅو برخه وه ۔
هغۀ اووئيل چې پاکستان اميد لري چې د دې مسئلې حل راوتلې شي، خو حتمي فيصله به تهران او واشنګټن کوي، سي ډي ايف تهران ته د خپل سفر پر مهال د مسئلې د حل لپاره مخلصانه هڅې کړي دي ۔
د دفتر خارجه ترجمان ايران ته د فيلډ مارشل سفر له امريکې سره د تړلو خبرونه بے بنياده اوګرځول او وې وئيل چې دا سفر په بشپړه توګه د ثالثۍ د هڅو برخه وه ۔

