ويمنز ټي ټوينټي ورلډ کپ کښې پاکستان ته اولنې کاميابي ميلاؤ شوېده، قامي ټيم په اووۀ ديرش رنز نيدرلينډز ته شکست ورکړې، د پاکستان د يو سل، اووۀ ويشت رنز هدف جواب کښې د نيدرلينډز ټول ټيم نهه اتيا رنز باندې آؤټ شوې،شانداردري شپيتۀ رنز جوړو باندې د قامي ټيم ګل فيروزه د ميچ بهترين لوبغاړې ګرځولې شويده ۔
برسټل کرکټ ګراؤنډ کښې لوبيدلې د ويمنز ټي ټوينټي ورلډ کپ شپږ ويشتم ميچ کښې قامي ټيم اول بيټنګ کړې وو او مقرره اوورز کښې ئې شپږ وکټو په زيان يو سل،شپږ ويشت رنز جوړ کړي وو ۔
پاکستان طرف نه ګل فيروزه شاندار بېټنګ کړې او دري شپيتۀ رنز باندې ناقابل شکست پاتې شوې وه، عائشه ظفر دوه ديرش او منيبه علي دولس رنز باندې آؤټ شوې وې ۔
د مقرره هدف په تعاقب کښې د نيدرلينډز ټول ټيم اتلس اوور کښې صرف په نهه اتيا رنز آؤټ شوې او په اووۀ ديرش رنز ترې پاکستان ټيم ميچ ګټلې دې ۔
پاکستان طرف نه فاطمه ثنا او عائشه ظفر درې ، درې وکټې په خپل نوم کړي، شانداردري شپيتۀ رنز جوړو باندې ګل فيروزه د ميچ بهترين لوبغاړې ګرځولې شويده ۔
ميګا ايونټ دوران پنځم ميچ کښې قامي ټيم ته اولنې ګټه ترلاسه شوې، ولې مسلسل څلور ميچز بيللو لوجې د ايونټ دوئمې مرحلې نه پاکستان ټيم بهر شويدې ۔

