موسمياتو محکمې راتلونکي شواروز دوران اسلام آباد او خېبر پښتونخوا کښې ځائې په ځائې د باران پيشنګوئي شويده، پي ډي ايم اے وئيلي چې د خېبر پښتونخوا زياتره ضلعو کښې د يوولسم نه تر ديارلسم جون دوران د تيزو هواګانواوپړق پړوق سره د باران امکان دې،پي ډي ايم اے ضلعي انتظاميې ته د چمتو اوسيدو هدايات هم جاري کړي ۔
پيښور: پي ډي ايم اے خېبرپښتونخوا لخوا جاري شوي بيان ترمخه د يوولسم جون نه چترال، دير، سوات، شانګله، کوهستان، ملاکنډ، ايبټ آباد او نورو سيمو کښې دباران او ږلۍ امکان دې ۔
پي ډي ايم اے ترجمان خپل بيان کښې وئيلي چې دې دوران پيښور، مردان، جنوبي اضلاع کښې هم د باران او طوفان امکان دې ۔
پي ډي ايم اے د بارانونو لوجې په بالائي سيمو کښې د لينډ سلائډنګ او په مختلفو علاقو کښې په سيندونو او خوړونو کښې د سيلاب راتلو خطره هم ښودلې شويده ۔
بلخوا د موسميات محکمې وينا ده چي د يوولسم جون نه د مغربي هواګانو سلسله د ملک بالائي علاقو کښې د داخليدو امکان دې چې ورسره د سرښار اسلام آباد پشمول د ملک مختلف ښارونو پنډۍ، فيصل آباد او لاهور کښې د باران پيشنګوئي شويده ۔

