د پاکستان آرمي ايوي ايشن ايم آئي سيونټين هيلي کاپټر مظفر آباد سره نيزدې غورځيدوسره تباه شويدې، آئي ايس پي آر مطابق هيلي کاپټرکښې سوارۀ ټول اهلکار شهيدان شوي،ترجمان ترمخه پيښه د تکينکي خرابۍ لوجې رامخې ته شوې، د پيښې پلټنو لپاره بورډ آف انکوائري جوړولو حکم ورکړې شويدې ۔
د پاک فواج اطلاعاتو شعبې له لوري جاري بيان کښې وئيلي شوي چې د پاک آرمي ايم آئي سيوټين هيلي کاپټر مظفرآباد سره نيزدې غورځيدو نه پس تباه شويدې ۔
آئي ايس پي آر وئيلي دي چې هيلي کاپټرد ټيک آف دوران د تکنيکي خرابي لوجې د پيښې ښکارشوې ،هيلي کاپټر کښې سوارۀ ټول اهلکار شهيدان شويدي ۔
آئي ايس پي آر په خپل بيان کښې مخکښې وئيلي دي چې د ريسکيو او ريکوري ټيمونه په فوري توګه د پيښې ځائې ته رسيدلي او امدادي هلې ځلې ئې هم کړي ۔
پاک فوج شعبې تعلقات عامه ترمخه د پيښې درست تکنيکي وجوهات معلومولو لپاره بورډ آف انکوائري جوړولو حکم ورکړې شويدي ۔
وزيراعظم شهبازشريف ، فيلډ مارشل عاصم منير پيښه کښې قيمتي زيان باندې خفګان څرګند کړې ، او د شهدا اهلخانه سره ئې د همدردۍ اظهار هم کړې ۔

