د پيښور حسن خيل سيمه کښې چيک پوسټ باندې د ترهه ګرو حمله کښې د فيډرل کانسټيبلري شپږ اهلکاران شهيدان شوي، د شهيد ځوانانو جنازې ادا شوي، چې پکښې داخله وزير محسن نقوي پشمول نور اهم مشرانو ګډون کړېدې ۔
پيښور: حسن خيل سيمه کښې چيک پوسټ باندې د ترهه ګرو حملې پر مهال د فيډرل کانسټيبلري ځوانانو بهادرۍ سره مقابله کړې او شپږ ځوانان شهيدان شويدي ۔
د شهيد شوي ايف ځوانانو جنازه د فيډرل کانسټيبلري هيډکوارټر کښې ادا شوې، چې پکښې داخله وزير محسن نقوي، وزير مملکت طلال چودهري، آئي جي خېبر پښتونخوا ذوالفقار حميد ، آئي جي ايف سي او نور افسرانو او ځوانانو ګڼ شمير کښې ګډون کړېدې ۔
د ايف سي شهيد شوي ځوانانو کښې نائيک عامر، لانس نائيک محمد يوسف، لانس نائيک محمد رياض، سپاهي اجمير، احسان او رياض شامل دي ۔
داخله وزير محسن نقوي او نور اعلیٰ د شهيد ځوانانو خپل خپلوانو سره ملاقات هم کړې او هغوي سره ئې خواخوږې کولو سره سره د هغوي حوصلې ئې هم ستائلي دي ۔
دوي مخکښې وئيلي دي چې د شهيد شوي اهلکارانو قربانې به چرې هم نۀ ضائع کيږي او ټول قام به د دوي قربانيانې هميشه ياد ساتي ۔

