وفاقي حکومت وړو دکاندارانو لپاره د فکس ټيکس سکيم معارفي کړېدې، د خزاني وفاقي وزير محمد اورنګزيب وئيلي چې حکومت د ټيکس نظام وسيع کولو لپاره اقدامات کوي، وزير مملکت برائے خزانه بلال اظهر کياني وائي چې دغه سکيم تاجرانو او د دوي تنظيمونو سره مشاورت نه پس تيار کړې شوې، د دې اطلاق به په داسې دکاندارانو کيږي ، د چا سالانه آمدن چې شل کروړ روپو نه کم وي، او دا چې دکاندار په خپله مرضۍ موجوده ټيکس نظام کښې هم پاتې کيديشي ۔
اسلام آباد کښې وفاقي وزير خزانه محمد اورنګزيب سره شريکې خبري غونډې ته وينا کښې وزير مملکت بلال اظهر کياني اووئيل چې سکيم کښې شامل دکاندارانو ته به ايف بي آر طرف نه خصوصي شناختي پليټ جاري کولې شي ۔
په دغه شناختي پليټ به د دکان نوم، اين ټي ايس او ټيکس متعلق معلومات درج وي ، د کيو آر کوډ نه به د ايف بي آر انسپکټر د ټيکس تصديق کوي ،کيو آر کوډ سکين کولو نه بغير به يو انسپکټر ته هم دکان ته داخليدو اجازت نۀ وي ۔
هغه زياته کړې چې سکيم کښې شامل دکاندارانو ته به عمومي آډټ نه استثنا ترلاسه وي، خصوصې آډټ صورت کښې به تاجر برادرۍ سره مشاورت کولې شي ۔
بلال اظهر کياني زياته کړې چې آډټ معاملاتو لپاره به کميټي قائمولې شي، دا وخت ملک کښې څلويښت لکه پورې واړۀ دکانونه موجود دي، دا دکانونه ټيکس نېټ کښې راوستل ډير ضروري دي ۔

