پيښور او بنو پشمول د خيبر پښتونخوا مختلفو سيمو کښې تيرز طوفان لوجې مختلفې رامخې ته شوي چې پکښې پلويښت پورې کسان سخت ژوبل شويدي ، ريسکيو چارواکو وئيلي چې بنو کښې څليريشت او پيښور کښې مختلفو پيښو دوران پنځلس کسان ژوبل شويدي ۔
پيښور: ريسکيو چارواکو وئيلي دي چې د خيبر پښتونخوا مختلفو سيمو کښې تيز طوفانونو او هواګانو دوران د ديوالونو او ونو پريوتو پيښې رامخې ته شويدي ۔
ريسکيو چارواکو وئيلي چې پيښور ښار کښې تيز طوفان ،هواګانو او باران لوجې پنځلس کسان سخت ژوبل شوي، څوک چې هسپتال ته منتقل کړې شويدي ۔
بنو ، مومند، مردان، صوابۍ اود صوبې نورو سيمو کښې هم تيزو هواګانو او طوفان سره مختلفې پيښې رامخې ته شوي دي ۔
د بنو ډي ايچ کيو هسپتال ترجمان وئيلي چې څليريشت پورې ژوبل کسان هسپتال ته منتقل کړې شويدي ۔
بلخوا د خيبر پښتونخوا نورو يو شمير سيمو ، اسلام آباد، پنډئ او خواؤشا نورو علاقو کښې هم تيز بارانونه شوي چې ورسره د ګرمۍ زور کم شوې او موسم خوشګوار شويدې ۔

