د کوزدير تيمرګرې تحصيل خادګزئۍ په غرونو کښې د امن دښمنه کسانو موجودګۍ په اطلاع د هغوي خلاف د شپې آپريشن شوېدې، ډي پي او کوزدير فرقان بلال پخپله سمدستي سيمې ته رسيدلې او د آپريشن قيادت ئې کړېدې ، شر خوښي په تيښته مجبوره شوي، بلخوا ډي پي او فرقان بلال په فرائضو کښې په غفلت ايس ايچ او چکدره اے ايس ائي رينک ته تنزلي کړې او ډي ایس پي ادينزئۍ ته ئې شو کاز نوټس هم جاري کړيدې ۔
کوزدير:د آپریشن پہ موقع د سي ټي ډي ایس پي امجد خان، د سیمې ډي ایس پیز، د تالاش او خادګزئۍ پولیس سٹیشنو ایس ایچ اوز او نور پولیس افسران هم موجود وو ۔
د آپريشن په وخت ډي پي او کوزدير فرقان بلال د سیمې له مشرانو سره لیدل هم کړي او هغوي ته ئې ډاډ ورکړې دې چې شر خوښي به هيڅ کله خپلو ناوړه ارادو کښې کاميابۍ ته نۀ پريږدي ۔
هغه وئيلي دي چې د کوز دیر د امن خرابولو هره هڅه به په وخت ناکامه کولي شي، د ډي پي او کوزدير فرقان بلال شپې سمدستي سيمې ته رسيدو او شرخوښو خلاف د آپريشن قيادت کولو باندې د سيمې خلقو ستائنه کړېده ۔

