د سِلهټ ټيسټ دريمې ورځې لوبه ختم شوې او بنګله ديش ميچ ګټې لپاره پاکستان ته د څلور سوه، اووۀ ديرش رنز هدف ورکړېدې، دې نه وړاندې د بنګله ديش ټول ټيم دوئم اننګز کښې درې سوه، نوي رنز باندې آؤټ شوې، چې پکښې ټولو نه زيات مشفيق الرحيم يوسل، اووۀ ديرش او ليتن داس نهه شپيتۀ رنز جوړ کړېدي، پاکستان طرف نه خرم شهزاد څلور ، ساجد خان درې، او حسن علي دوه وکټې اخستې دي، پاکستان دوئم اننګز کښې بيټنګ شروع کړې، د ميچ څلورمې او آخري ورځې لوبه پاتې ده ۔
د بنګله ديش سلهټ ګراؤنډ کښې جاري دوئم او آخري ټيسټ ميچ په دريمه ورځ کوربه ټيم دوئم اننګز کښې درې سوه، نوي رنز باندې آؤټ شوېدې ۔
بنګلکه ديش طرف نه ټولو نه زيات مشفيق الرحيم يوسل، اووۀ ديرش ، ليتن داس نهه شپيتۀ او محمود الحسن دوه پنځوس رنز رنز جوړ کړېدي ۔
پاکستان طرف نه خرم شهزاد څلور ، ساجد خان درې،حسن علي دوه او محمد عباس يو وکټ په خپل نوم کړېده ۔
پاکستان د څلور سوه ، اووۀ ديرش هدف په تعاقب کښې بيټنګ شروع کړې او د درېمې ورځې آخري دوه اوورز کښې ئې بغير د څه زيان يو رن هم نۀ دې جوړ کړې ۔
پاکستان ته د ميچ څلورمې او پنځمې ورځې لوبه کښې څلور سوه، اووۀ ديرش رنز جوړول دي ۔
دې نه وړاندې بنګله ديش اولني اننګز کښې دوه سوه، اتۀ اوويارنز جوړ کړي وو ، او پاکستان په دوه سوه ، دوه ديرش رنز آؤټ شوې وو، چې ورسره بنګله ديش ته اولني اننګز کښې د شپږ څلويښت رنز برتري حاصل شوې وه ۔

