د ايران خارجه وزير عباس عراقچي یو ځل بيا اسلام آباد ته راغلې او فيلډ مارشل سيد عاصم منير سره ئې اهم ملاقات کړېدې، تير څليريشت ګهنتو کښې د ايراني خارجه وزير او فيلډ مارشل ترمينځ دا دوئم اهم ملاقات دې ،دې ملاقات کښې د امريکې او ايران ترمينځ جنګ بندۍ، آبنائے هرمز معاملې او دې لړ کښې نورو مهمو چارو باندې خبرې شويدي، بلخوا ذرائع وائي چې امريکې سره مذاکراتو لپاره د ايران وفد هم اسلام آباد ته راغلې دې ۔
ايراني خارجه وزير عباس عراقچي تيره ورځ د اسلام آباد دورې نه پس عمان ته تلې وو، او دوباره ۍي بيا د اسلام آباد دوره کړېده ۔
د ايران خارجه وزير اسلام آباد کښې فيلډ مارشل سيد عاصم منير سره اهم ملاقات کړې، دواړو مشرانو ترمينځ تير څليريشت ګهنټو دوران دا دوئم اهم ملاقات شوې ۔
ملاقات پر مهال د امريکې او ايران ترمينځ جنګ بندۍ، آبنائے هرمز معامله او دې لړ کښې نورو اهمو چارو باندې د خيالاتو بدلون شويدې ۔
ذرائعو وئيلي چې ملاقات پر مهال اسلام آباد کښې د امريکې او ايران ترمينځ مذاکراتو په معامله هم خبرې شوي، بلخوا ذرائعو وئيلي چې امريکې سره مذاکراتو لپاره د ايران وفد هم اسلام آباد ته راغلې ۔

