په لکي مروت کښې د شهباز خیل تهانې ګاډي باندې د نصب شوي بم ډزيدو سره چاودنه شوې، چاودنه کښې پنځه پوليس اهلکارو پشنمول اووۀ کسان ژوبل شويدي ۔
لکي مروت: پوليس ترجمان وئيلي چې شهباز خيل سيمه کښې د پوليس په ګاډي چاؤدنه هاغه مهال شوې چې کله موټرسائيکل کښې نصب شوي بارودي مواد ډزيدلي دي ۔
پوليس ترجما مطابق چاؤدنه کښې پنځه اهلکارو پشمول اووۀ کسان سخت ژوبل شويدي، ژوبل اهلکارانو کښې اے ایس آئی جمال دین او دوه عام وګړي هم شامل دي ۔
پوليس ترجمان زياته کړي چې چاؤدنه کېښ ژوبل شوي کسان په فوري توګه ډسټرکټ هيډکوارټر هسپتال ته منتقل کړې شوي دي ۔
چاودنې وروستو د پوليس درنه نفري موقعې ته رسيدلې، سيمه ئې خپله ولقه کښې اخستې او نور لټوني عمليات او تفتيش ئې شروعر کړېدې ۔

