د پاکستان سُپر ليګ دولسم ايډيشن دولسم ميچ کښې اسلام آباد يونائټډ په اووۀ وکټو راولپنډيز ته شکست ورکړې ، د راولپنډيز د يو سل اووۀ پنځوس رنز هدف اسلام آباد پنځلسم اوور کښې درې وکټو په زيان پورا کړې او ميچ ئې ګټلې دې، په شاندار بيټڼګ سمير منهاس د ميچ غوره لوبغاړې ګرځولې شويدې ۔
د لاهور قذافي سټيډيم کښې لوبيدلې د پي ايس ايل دولسم ايډيشن په دولسم ميچ کښې اسلام آباد يونائټډ ټاس ګټلې وو او د فيلډنګ فيصله ئې کړې وه ۔
راولپنډيز مقرره اوورز کښې اووۀ وکټو په زيان يو سل ، شپږپنځوس رنز جوړ کړي وو، چې پکښې ټولو نه زيات کامران غلام پنځوس، ډيان فوريسټر څلور څلويښت او ډيرل مچل نورلس رنز جوړ کړي وو ۔
اسلام آباد طرف نه فهيم اشرف او سلمان ارشاد دوه، دوه وکټې په خپل نوم کړې وې ۔
اسلام آباد يونائټډ مقرره هدف پنځلسم اوور کښې درې وکټو په زيان آسانۍ سره پورا کړې او ميچ ئې ګټلې دې ، سمير منهاس ټولو نه زيات شاندار اوويا او حيدر علي ناټ آؤټ شپږ ويشت رنز جوړ کړي وو ۔
راولپنډيز لخوا محمد عامر، رشاد حسين او جلات خان يو، يو وکټ په خپل نوم کړې وه، شاندار بېټنګ باندې د اسلام آباد بېټر سمير منهاس د ميچ بهترين لوبغاړې ګځولې شويدې ۔

