د پي ايس ايل يوولسم ايډيشن په اتم ميچ کښې ملتان سلطانز يوې خوندورې مقابلې وروستو حيدرآباد کنګز مين ته شپږ وکټو سره ماتې ورکړې، د حيدرآباد کنګز دوه سوه شپږويشت رنز هدف ملتان سلطانز څلور وکټو په زيان پورا کړې، د ملتان سلطان صاحبزاده فرحان شاندار يوسل شپږ رنز جوړ کړي او د ميچ بهترين لوبغاړي ګرځولې شوېدې ۔
د لاهور قذافي سټيډيم کښې لوبېدلې ميچ کښې حيدرآباد کنګز مين ټاس ګټلو وروستو وړومبې بيټنګ کولو فيصله کړې وه، او مقرره اورونو کښې پينځو وکټو په زيان دوه سوه پينځه ويشت رنز جوړ کړي وو ۔
معاذ صداقت دوه شپيته رنز شاندار اننګز لوبولو، شرجيل خان يوپنځوس رنز سکور کړي، صائم ايوب اووۀ ويشت، عثمان خان پينځۀ ويشت، سعد علي درې ويشت او عرفان خان دوه ويشت رنزو جوړ کړي وو ۔
د ملتان سلطانز محمد وسيم دوه، ايشټن ټرنر، پيټر سيډل او محمد نواز يو، يو وکټ ترلاسه کړې وه ۔
ملتان سلطانز مقرره هدف څلور وکټو په زيان پورا کړې او ميچ ئې آسانۍ سره ګټلې دې ، صاحبزاده فرحان يوسل شپږ رنزونو سره ناټ آؤټ پاتې شوې، سټيو سمتھ شپږ څلويښت او شان مسعود نهه ويشت رنز جوړکړي وو، عرفات منهاس شپږويشت رنز سره ناقابل شکست پاتې شوېدې ۔
د حيدر آباد کنګز صائم ايوب دوه، ولې مهيش تهيکشنا او حسن خان يو، يو وکټ اخستې وه ، ايونټ کښې حيدرآباد مسلسل درې ميچونه بائيللي ولې ملتان دواړو ميچونو کښې کاميابي ترلاسه کړېده ۔
شاندار يو سل او شپږ رنز وجړولو باندې د ملتان سلطانز اوپنر بېټر صاحبزاده فرحان د ميچ بهترين لوبغاړې ګرځولې شويدې ۔

