د افغان کرکټ ټيم وکټ کيپر بېټر رحمان الله ګرباز انکشاف کړې چې دوه زره دوه ويشتم ايشيا کپ کښې افغانستان نه دپاکستان ميچ ګټلو لوجې افغانان ډير زيات متاثره شوي ، او بعضي افغانانو خودکشي هم کړې وه ، رحمان الله ګرباز مطابق د نسيم شاه دوه چهکې نن هم زما يادې دي ، چې کله هم شارجه کرکټ ګراؤنډ ته لاړشم نو سوچ کوم چې افغانستان ميچ څنګه بيللې وو ۔
بهارتي ميډيا سره مرکه کښې د افغانستان ټيم بېټر رحمان الله ګرباز وئيلي دي چې ايشيا کپ کښې پاکستان خلاف شکست زما د ژوند تکليف ده ميچ وو ۔
افغان بېټر اووئيل چې د نسيم شاه دوه چهکو وروستو د پاکستان ميچ ګټلو سره افغان اولس ډير زيات متاثره شوي وو او بعضې افغانانو خودکشي کړې وه ۔
رحمان الله ګرباز مخکښې اووئيل چې د پاکستان دغه کاميابۍ نه پس چې کله هم شارجه کرکټ ګراؤنډ کښې ميچ وي ، نو د پاکستان ګټه راته ياديږي ،چې مونږ آخر څنګه ميچ بيللې وو ۔
ياده دې وي چې دغه ميچ کښې په آخري اوور کښې نسيم شاه دوه چهکې لګولې وې ، چې ورسره پاکستان ميچ ګټلې وو ۔

