ټي ټوينټي ورلډ کپ کښې د افغانستان او جنوبي افريقه ترمينځ سنسني خيز ميچ شوې ، ميچ دوه ځله ټائي شوې چې لوجې ئې دوه سپر اوور شوي، او جنوبي افريقې په پنځه رنز افغانستان ته شکست ورکړېدې ۔
احمد آباد کښې لوبيدلې سنسني خيز ميچ کښې افغانستان ټاس ګټلو نه پس د فيلډنګ فيصله کړې وه ،جنوبي افريقې مقرره اوور کښې شپږ وکټو په زيان يوسل، اووۀ اتيا رنز جوړ کړي وو، چې پکښې ټولو نه زيات ريان ريکلټن يو شپيتۀ او کوانټن ډي کاک نهه پنځوس رنز جوړ کړي وو ۔
افغانستان طرف نه عظمت الله عمرزئي درې او راشد خان دوه وکټې اخستې وې، افغانستان ټيم دغه هدف پورا کړې وو او ټول ټيم په آخري بال آؤټ کيدو نه پس ميچ ټائي شوې وو ۔
ټائي کيدو نه پس ميچ بيا سُپر اوور ته تلې وو، چرته چې وړومبي سُپر اوور کښې افغانستا ميچ ګټې لپاره جنوبي افريقې ته د اتلس رنز هدف ورکړې وو ، جنوبي افريقې دغه رنز مکمل کړي وو او ميچ يو ځل بيا ټائي شوې وو، چې لوجې ميچ کښې دوئم سُپر اوور شويدې ۔
دوئم سُپر اوور کښې جنوبي افريقې ګټې لپاره افغانستان ته د څليريشت رنز هدف ورکړې وو ، د کوم جواب کښې چې افغانستان نورلس رنز جوړ کړي وو او ميچ ئې بيللې دې ۔

