ټي ټوينټي ورلډ کپ خوندور ميچونه جاري، د ايونټ څلورم ميچ کښې نيوزي لينډ په پنځه وکټو افغانستان ته شکست ورکړيدې، د افغانستان د يو سل ، دري اتيا رنز هدف نيوزي لينډ اتلسم اوور کښې پنځه وکټو په زيان پورا کړې او ميچ ئې ګټلې دې، نيوزي لينډ طرف نه ټِم سيفرټ شاندار پنځه شپيتۀ رنز جوړ کړي او ميچ ګټه کښې ئې اهم کردار لوبولې دې ۔
چنائي سټيډيم کښې لوبيدلې د ټي ټوينټي ورلډ څلورم ميچ کښې افغانستان ټاس ګټلې وو او پخپله ئې د بيټنګ فيصله کړې وه ۔
افغانستان مقرره اوورز کښې شپږ وکټو په زيان يوسل، دوه اتيا رنز جوړ کړي وو، چې پکښې ټولو نه زيات ګلبدين نائب دري شپيتۀ ،صديق الله اتل نهه ويشت او رحمان الله ګُرباز اووۀ ويشت رنز باندې آؤټ شوي وو ۔
نيوزي لينډ طرف نه لوکي فرګوسن دوه، ميټ هينري، جيکب ډفي، راچن رويندرا يو، يو وکټ په خپل نوم کړې وې ، نيوزي لينډ مقرره هدف اتلسم اوور کښې پنځه وکټو په زيان پورا کړې او ميچ ئې ګټلې دې ۔
نيوزي لينډ طرف نه ټولو نه زيات ټِم سيفرټ پنځه شپيتۀ، ګلِن فلپس دوه څلويښت او مارک چيمپين اتۀ ويشت رنز جوړ کړي ۔ وو
افغانستان طرف نه مجيب الرحمان دوه، عظمت الله عمرزئي،راشد خان او محمد نبي يو، يو وکټ په خپل نوم کړې وه ،شاندار پنځه شپيتۀ رنز جوړولو باندې د نيوزي لينډ ټِم سيفرټ د ميچ بهترين لوبغاړي ګرځولې شويدې ۔

