د پیښور هائیکورٹ شپږ ایډیشنل ججانو د مستقل ججز په حیث د خپلو څوکو حلف پورته کړې، د هغوې نه د پیښور هائي کورټ چیف جسټس سید محمد عتیق شاه حلف اخستې دې ۔
پيښور: د حلف بردارۍ دستوره د پیښور هائیکورټ په کورټ روم نمبر ون کښې شوې وه، په دستوره کښې د پیښور هائي کورټ شپږ ججانو د مستقل ججز په حیث څوګند پورته کړې ۔
دغه ججز کښې جسټس محمد طارق آفریدي ، جسټس عبدالفیاض ، جسټس صادق علي ، جسټس مدثر امیر ، جسټس قاضی جواد احسان قریشي او جسټس صلاح الدين شامل دي ۔
شپږ واړه ججان جوډيشل کميشن غونډې مستقل کولو سفارش کړې وو او صدر مملکت ئې حتمي منظوری ورکړې وه ۔
دغه ججان صاحبان یو کال وړاندې بهرتي کړې شوي وو، په دستوره کښې د پیښور هائیکورټ او ماتحت عدلیې ججانو، لا افسرانو او وکیلانو ګڼ شمير کښې ګډون کړې دې ۔

