د بنو په ډوميل سيمه کښې دوه مختلفې پيښې رامخې ته شوي،اولنې پيښه کښي نامعلومه وسله ډزو کړي، چې پکښې د امن کميټۍ غړې پحق رسيدلې دې، دوئمه پيښه کښې د پوليس په ګاډي د ترهه ګرو حمله ناکامه کړې شوې، او د پوليس جوابي کاروائۍ کښې دوه ترهه ګر وژلي شوي ۔
بنو: تفصيلاتو ترمخه ډوميل مهاجر کيمپ سره نيزدې نامعلومه وسله والو ډزې کړي، چې پکښې د امن کميټۍ غړې خواجت الله پحق رسيدلې او د هغۀ د ترۀ ځوئې نسيم الله سخت ژوبل شويدې ۔
ځائي شاهدينو وئيلي چې د امن کميټۍ غړي يو دکان نه سامان اخستو چې نامعلومه کسانو په نښه کړې او ډزو نه پس ملزمان تښتيدلي دي ۔
بلخوا پوليس وئيلي چې د ډوميل چشتي سيمې کمپني روډ باندې ترهه ګرو د پوليس په ګاډي حمله کړې، کومه چې پوليس ناکامه کړې ده ۔
پوليس مطابق د پوليس فوري جوابي کاروائۍ کښې دوه حمله کونکي ترهه ګر وژلي شوي، او هغوي ولقې نه وسله ترلاسه شوې ده ۔
پوليس وئيلي چې ايس ايچ او صدر نواز خان د معمول په ګشت روان وو چې ترهه ګرو پرې حمله کړې ، کومه چې پوليس فوري ناکامه کړې، او دې دوران دوه ترهه ګر خپل انجام ته رسولې شويدي ۔

