د اسلام آباد جي سيون سيکټر کښې سلينډر چاودنې ابتدائي رپورټ تيار شويدې، رپورټ کښې وئيلي شوي چې سلينډر چاودنه د ګيس ليکج لوجې شوې ،چاودنې سره درې کورونه هم په مکمله توګه تباه شوي او دوه کورونو ته زيان رسيدلې دې ، بلخوا پحق رسيدلي کسان خاورو ته سپارلي شويدي ۔
تيره ورځ د اسلام آباد جي سيون سيکټر کښې د وادۀ کور دننه سلينډر ډزيدو لوجې چاودنه شوې وه چې پکښې د وادۀ هلک او ناوې پشمول اتۀ کسان پحق رسيدلي او يوولس نور ژوبل شوي وو ۔
چاودنه کښې پحق رسيدلي کسان خاورو ته سپارلي شوي او د ژوبل کسانو علاج د اسلام آباد هسپتال کښې جاري دې ۔
بلخوا پوليس د چاودنې ابتدائي رپورټ تيار کړې، رپورټ کښې وئيلي شوي چې سلينډر چاودنه د ګيس ليکج لوجې شوې ده
چاودنه کښې درې کورونه په مکمله توګه تباه شوي او دوه کورونو ته جزوي زيان رسيدلې دې ۔
رپورټ ترمخه چاودنې نه پس د سوزيدو او د کورونو ملبه راپريوتو لوجې اتۀ کسان پحق رسيدلي او يوولس نور سخت ژوبل شويدي ۔

