د ترهه ګرۍ مخنيوي ادارې او پوليس د خېبر پښتونخوا مختلفو سيمو کښې کاروائيانې کړي، چې پکښې اتۀ ترهه ګر وژلي شويدي، سي ټي ډي وئيلي چې وژؒي شوي ترهه ګرو قبضې نه وسله ترلاسه شويده ۔
سي ټي ډي له لوري جاري بيان کښې وئيلي شوي چې په پیښور او جمرود کښې دوه مختلف ټارګټډ آپرشن ترسره شوي ددي ۔
سي ټي ډي بيان کښې وئيلي چې پيښور او جمرود کښې درې، درې ترهه ګر خپل انجام ته رسولې شويدي ، وژلي شوي ترهه ګرو قبضې نه وسله ترلاسه شوې ده ۔
سي ټي ډې مطابق وژلي شوي ترهه ګر پولیس ته په مختلفو واقعاتو کی مطلوب وو، او آپريشن دوران د ترهه ګرو ټهکانې کاميابۍ سره په نښه کړې شوېدي ۔
بلخوا د بنو جهنډوخیل شګئۍ مچن خیل سيمه کښې سي ټي ډي او مقامي پوليس يو مشترکه انټيليجنس بيسډ آپريشن کړے چې پکښې آپريشن دوران دوه ترهه ګر وژلي شوي ۔

