ترکيه هم د پاکستان او سعودي عرب ترمينځ دفاعي معاهده کښې د شامليدو خواهش څرګند کړېدې، امريکائي ميډيا وئيلي چې د دغه درې ملکونو دفاعي اتحاد سره به مشرق وسطیٰ او دې نه ډير وړاندې د طاقت توازن ډير زيات بدل شي، رپورټ مطابق درې واړو ملکونو ترمينځ لوظنامې باندې ډير زر د لاس ليک هم امکان دې ۔
د امريکې جريدې بلوم برګ خپل يو رپورټ کښې وئيلي چې ترکيه د پاکستان او سعودي عرب ترمينځ دفاعي لوظنامه کښې شامليدو خواهش څرګند کړېدې ۔
رپورټ کښې وئيلي شوي چې د پاکستان او سعودي عرب ترمينځ دفاعي معاهده کښې د ترکيه شامليدو سره به مشرق وسطیٰ او دې نه ډير وړاندې د طاقت توازن ډير زيات بدل شي ۔
رپورټ ترمخه درې واړو ملکونو ترمينځ معاهده هم ډير زر لاس ليک کيدونکې ده ۔
دفاعي ماهرينو وئيلي چې دې معاهدې سره به سعودي عرب مالي طاقت، د پاکستان ايټمي صلاحيت او افرادي قوت او د ترکيه جديد دفاعي صنعت ته ډيره وده ميلاويږي ۔

