د بره جنوبي وزيرستان په سروکئۍ تحصيل کښې د نصب شوې بم ډزيدو نه پس چاودنه شوې ، چې پکښې د امن کميټۍ مشر قادم خان ژوبل شويدې ، بلخوا د بنو خوجړی سیمه کښې د امن کمیټۍ مشر په حجره زوروره چاودنه شوې، چاودنه کښې د حجرې دېوال ته نقصان رسېدلې دې ۔
بره جنوبي وزيرستان: ضلعي پوليس افسر ارشد خان وئيلي دي چې تحصيل سروکئۍ کښې بمي چاودنه شوې چې پکښې د مقامي امن کميټۍ مشر په نښه کړې شوې وو ۔
ډي پي او مطابق چاودنه کښې د امن کميټۍ مشر قادم خان ژوبل شوې څوک چې هسپتال ته منتقل کړې شوې دې ۔
بلخوا پوليس ذرائعو ترمخه نامعلوم وسله والو د بنو خوجړی سيمې امن کمیټۍ مشر ملک شیروز خان د حجرې سره بارودي مواد نصب کړي وو ۔
ذرائعو ترمخه بارودي مواد ډزيدو لوجې درنه چاودنه شوې، چاودنې لوجې حجرې دېوال ته نقصان رسېدلی دے، ولې ځاني زيان نۀ دې شوې ۔
چاودنې اطلاع ميلاويدو نه پس کېدو وروستو پوليس موقعې ته رسېدلي او په سيمه کښې ئې د پېښې پلټنې شروع کړي دي ۔

