په بنو ميرانشاه روډ ممش خيل سيمه کښې نامعلومه وسله والو د ډي پي او شمالي وزيرستان په سکواډ کښې شامل ګاډي بادنې ډزې کړي، پوليس چارواکو وئيلي چې حمله کښې شپږ اهلکاران ژوبل شوي، او ډي پي او بچ پاتې شويدې ۔
د بنو نه چرته چې د کينټ تهانړي په حدود ميرانشاه روډ باندې نامعلومه وسله والو د شمالی وزیرستان ضلعي پوليس افسر په ګاډي ډزې کړيدي ۔
د پوليس مطابق ډزو کښې شپږ پوليس اهلکاران ژوبل شوي، څوک چې ډسټرکټ هيډ کوارټر هسپتال ته منتقل کړې شويدي ۔
پوليس زياته کړې چې حمله کونکي وسله وال نيزدې سيمه کښې پټ شويدي، دې پيښې وروستو پوليس سيمه ولقه کښې اخستې او سرچ آپریشن ئې شروع کړې دې ۔

