د بلوچستان ژوب ضلعې خانوزئي سيمې نه ډيره اسماعيل خان ته تلونکې ګاډې اوړيدو پيښه کښې يوؤلس کسان پحق رسيدلي او ګڼ شمير ژوبل شويدي،متاثره ګاډې بريک فيل کيدو لوجې اوړيدلې وو،مړۀ او ژوبل کسانو تعلق د يوې کورنۍ سره دې ۔
ډي آئي خان: ريسکيو ذرائعو تر مخه ژوب څخه د ډيره اسماعيل خان په لور راتلونکې مزده ګاډې دانا سر غرونو سره کندې ته پريوتو پيښه کښې د يو خاندان يوؤلس کسان پحق رسيدلي دي ۔
ريسکيو ذرائعو مطابق پحق رسيدلي کسانو کښې ماشومان او زنانه هم شامل دي ولې حادثه کښې درې ژوبل کسان پرموقع د ريسکيو ټيم اابتدائي طبې امداد ورستو په ژوبل حالت کښي ډسټرکټ هسپتال ډيره اسماعيل خان ته منتقل کړي ۔
دې سره سره پحق رسيدلي کسانو مړي هم د قانوني کاروائۍ نه پس هسپتال ته منتقل کړې شوي دي ۔
ريسکيو ذرائعو زياته کړې چې مزده ګاډې ټريفکې حادثه کښي پحق رسيدلو تعلق د بلوچستان خانوزئي قبيلې سره دې ،دوي وائي چې دغه افسوسناکه ټريفکي پيښه د بريک فيل کيدو لکبله مخې ته راغلې ده ۔