Close Menu
    تازه ترین خبرونه

    پاکستان د ون ډے سيريز فائنل کښې سري لنکا ته شکست ورکړې او ټرافي ئې په خپل نوم کړې

    اکتوبر 31, 2026

    خېبر پښتونخواکښې د ګورنر راج او ايمرجنسي لګولو فېصله ضروري وه ، وزيراعظم شهبازشريف

    اکتوبر 31, 2026

    نوښار کښې نامعلومه وسله والو په سرکاري ګاډي ډزې کړي، اسسټنټ کمشنر عادل وسيم سخت ژوبل شوې

    اکتوبر 31, 2026

    سهېل آفریدی په حفاظتي تحویل کښې په شاهې مهمان خانه کښې شپې سبا کوي

    اکتوبر 31, 2026

    هانګ کانګ سپر سکسز ټورنامنټ کښې پاکستان په څلور وکټو بهارت ته ماتې ورکړې

    اکتوبر 30, 2026
    Facebook X (Twitter) Instagram
    دوشنبه, نوومبر 2, 2026
    • قامى خبرونه
    • مهم خبرونه
    • نړۍ
    • کاروبارى خبرونه
    • روغتیا
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube TikTok
    Khyber News Official Website (Pashto) | د خېبر نيوز رسمي وېب پاڼهKhyber News Official Website (Pashto) | د خېبر نيوز رسمي وېب پاڼه
    Beyond All Frontiers
    اردو خبریں ENGLISH NEWS
    • سرپاڼه
    • قامى خبرونه

      خېبر پښتونخواکښې د ګورنر راج او ايمرجنسي لګولو فېصله ضروري وه ، وزيراعظم شهبازشريف

      اکتوبر 31, 2026

      وزيراعظم شهبازشريف مسلم ليګ ن ته خېبرپښتونخوا کښې د بلدياتي انتخاباتو لپاره د مکمل تيارو هدايت کړې

      اکتوبر 29, 2026

      سينيټ غونډه کښې د حکومت او جے يو آئي مشرانو ترمينځ تود بحث شوې، شور شرابه

      اکتوبر 29, 2026

      نړيواله ورورولي دې د کشمير شخړې مستقل حل لپاره کردار ادا کړي، خارجه وزير اسحاق ډار

      اکتوبر 27, 2026

      د تهران غونډې اعلاميه جاري، پاکستان، سعودي عرب، ترکيه او ايران مذاکرات جاري ساتلو باندې اتفاق کړې

      اکتوبر 26, 2026
    • خېبرپښتونخوا
    • پنجاب
    • بلوچستان
    • سندھ
    • افغانستان

      پاکستان د افغان طالبانو د مخالفينو سره مرستو په حواله د زلمي خليل زاد تورونه مسترد کړي

      اکتوبر 24, 2026

      وزارت اطلاعات د افغان طالبانو لخوا د پاکستان نه وسلو سمګلنګ دعوې رد کړي

      اگست 9, 2026

      پیښور هائېکورټ د افغانستان دوه پخواني فوجي جرنیلانو ته پاکستان کښې سياسي پناه ورکولو نه انکار کړې

      اگست 6, 2026

      انساني بنيادونو باندې شپاړس زره قانوني دستاويزات لرونکي افغان کډوالو قيام کښې توسيع فيصله

      جولای 30, 2026

      افغانستان کښې بدخشا او زیبک سيمو کښې د طالبانو او مخالفينو ترمينځ انښتې،د طالبانو پنځلس فوجيان مړۀ شوي

      جولای 24, 2026
    • انټرټېنمنټ خبرونه

      د پښتو ژبې نامتو سندرغاړې ګلريز تبسم پيښور کښې پحق رسيدلې

      اکتوبر 28, 2026

      نامتو ټک ټاکره ثنا جاويد عرف آؤټ لوفره اسلام آباد کښې وژلې شوې

      مارچ 22, 2026

      اسلام آباد کښې د اجمل خټک مرحوم د شپاړسم تلین په مناسبت تعزیتی او ادبي غونډه

      فبروري 10, 2026

      زۀ خپل خاوند هيچا ته نشم ورکولې، ثنا جاويد باندې په سوشل ميډيا سختې نيوکې

      جنوري 1, 2026

      قائداعظم پوهنتون اسلام آباد کښې ”ګلونه او رنګونه“ په نوم د پښتو خوندوره مشاعره

      نوومبر 6, 2025
    Khyber News Official Website (Pashto) | د خېبر نيوز رسمي وېب پاڼهKhyber News Official Website (Pashto) | د خېبر نيوز رسمي وېب پاڼه
    Home » جنګ ګټلو باوجود بهارت سره خبروته تياريو،د وزيراعظم شهبازشريف جنرل اسمبلۍ ته تاريخي خطاب
    سر خبر

    جنګ ګټلو باوجود بهارت سره خبروته تياريو،د وزيراعظم شهبازشريف جنرل اسمبلۍ ته تاريخي خطاب

    سپتمبر 26, 2025څرگندونې نشته3 Mins Read
    Facebook Twitter Email WhatsApp
    Prime Minister Shahbaz Sharif's historic address to the General Assembly
    مونږ په منطقه کښې امن غواړو او بهارت سره جامع او نتيجه خيز مذاکراتو لپاره تيار يو، وزيراعظم
    Share
    Facebook Twitter Email WhatsApp

    پاکستان د بهارت خلاف جنګ ګټلې دې، د بهارت سره جامع او  نتيجه خيز خبرو ته تيار يو، د وزيراعظم شهبازشريف د متحده قامونو جنرل اسمبلۍ اجلاس ته وينا، وئيلي دي چې پاکستان د ترهه ګرۍ سره مخ دې، افغان حکومت  دې خپله خاوره د بل ملک خلاف نۀ استعمالول باوري کړي، شهبازشريف غزه کښې د فوري جنګ بندۍ مطالبه هم کړې او وئيلي دي چې اسرائيل د فلسطيينانو نسل کشي کوي، وزيراعظم مطابق پاکستان د موسمياتي تبديلۍ نه د ټولو زيات متاثره ملک  دې، حالانکه موسمياتي تبديلۍ کښې د پاکستان برخه يو فيصد نه هم کمه ده ۔

    نيويارک: وزيراعظم شهبازشريف د اقوام متحده جنرل اسمبلۍ اتيايم اجلاس ته خطاب کړې، شهبازشريف د خپل خطاب شروعات د تلاوت کلام پاک نه کړېدي ۔

    وزيراعظم اووئيل چې په عالمي سطح تنازعاتو شدت خپل کړې، انساني بحران کښې اضافه روانه ده، روان کال مئي کښې پاکستان په خپل مشرقي سرحد د جارحيت سره مخ شوې وو ۔

    وزيراعظ اووئيل چې بهارت د پهلګام حملې غير جانبدارانه تحقيقاتو پيشکش قبلولو بغير زمونږ په ښارونو حملې کړي وې، ولې پاکستان د فيلډ مارشل عاصم منير او ائيرچيف مارشل ظهير احمد بابر په  مشرۍ کښې د دشمن مقابله اوکړه او د بهارت اووۀ جهازونه ئې راوغورځول،او جنګ ئې اوګټلو ۔

    وزيراعظم شهبازشريف د صدر ټرمپ قيام امن کوششونو ستائنه کړې او يوځل بيا ئې د هغۀ نوم امن نوبل انعام لپاره نامزد کولو مطالبه کړيده ۔

    شهبازشريف اووئيل چې سندھ طاس معاهده يکطرفه او په غيرقانوني توګه باندې معطل کولو کوشش نه صرف د معاهدې شقونو خلاف ده، بلکه د بين الاقوامي قوانين خلاف ورزي هم ده ۔

    شهبازشريف اووئيل چې پاکستان د کشميريانو سره ولاړ دےې، مونږ په  خطه کښې امن غواړو او بهارت سره جامع او نتيجه خيز مذاکرات لپاره تيار يو ۔

    خپل خطاب دوران وزيراعظم د غزه متعلق اووئيل چې تير اتيا کالو نه فلسطيني اولس د اسرائيلي ظلم ښکار دي، غزه کښې اسرائيلي فوج فلسطيني زنانه او ماشومان وژني ، پاکستان په غزه کښې فوري جنګ بندي غواړي، او د آزاد او خودمختار فلسطيني رياست قيام حمايت کوؤ ۔

    وزيراعظم په قطر د اسرائيلي حملو مذمت هم کړے او وئيلي دي چې پاکستان د خپل قطري وروڼو سره ولاړ دې ۔

    وزيراعظم شهبازشريف جنرل اسمبلۍ ته خطاب دوران وينا وه چې د ترهه ګرۍ خلاف جنګ کښې د پاکستان د قربانو اعتراف کول پکار دي، پاکستان د ترهه ګرو په وړاندې يو ديوال جوړ شوې او نړۍ د ترهه ګرۍ نه بچ کوي ۔

    د وزيراعظم وينا وه چې پاکستان نن د کالعدم ټي ټي پي، فتنه الخوارج، فتنه الهندوستان، بي ايل اے او مجيد بريګيډ حملو سره مخ دے ۔

    شهبازشريف اووئيل چې پاکستان پرامن افغانستان غواړي، افغان حکومت دې انساني او زنانؤ حقوق احترام اوکړي، او دا دې باوري کړي چې د افغانستان خاوره به د يو ملک خلاف هم ترهه ګر نه استعمالوي ۔

    وزيراعظم زياته کړه چې کال دوه زره دوه ويشتم دوران پاکستان کښې بدترين سيلاب راغلې وو، روان کال هم د سيلابونو لوجې زر نه سيوا کسان مړۀ شوي، په زرګونو کورونه تباه شوي، فصلونو ته زيان رسيدلې، دغه سيلابونو د موسمياتي تبديلۍ لوجې راغلي دي، حالانکه کلائيميټ چينج کښې د پاکستان برخه يو فيصد نه هم کمه ده ۔

    وزيراعظم مخکښې اووئيل چې د سيلاب نقصاناتو ورستو بيا مونږ ته اووئيلې شي چې قرضه واخلۍ، او په هغې سود ورکړۍ، کوم چې ناانصاني او ناجائزه خبره ده ، څنګه د يو ترقي پذير ملک نه دا توقع کيديشي چې د قرضې اخستو سره به د هغه معيشت مضبوط شي ۔

    شریکول Facebook Twitter Email WhatsApp
    مخکینۍ مقالهډيره اسماعيل خان کښې ټريفکي پيښه، يوولس کسان پحق رسيدلي
    بله مقاله کرک کښې سيکيورټي فورسز کاروائۍ دوران اوولس ترهه ګر وژلي شوي،پوليس
    Arshad khan

    مربوطه لیکنې

    خېبر پښتونخواکښې د ګورنر راج او ايمرجنسي لګولو فېصله ضروري وه ، وزيراعظم شهبازشريف

    اکتوبر 31, 2026

    نوښار کښې نامعلومه وسله والو په سرکاري ګاډي ډزې کړي، اسسټنټ کمشنر عادل وسيم سخت ژوبل شوې

    اکتوبر 31, 2026

    سهېل آفریدی په حفاظتي تحویل کښې په شاهې مهمان خانه کښې شپې سبا کوي

    اکتوبر 31, 2026
    ځواب دلته پرېږدئ Cancel Reply

    مونږ پسی راځه
    • Facebook
    • YouTube
    • TikTok
    • Twitter
    • Instagram
    • WhatsApp
    Live Streaming
    تازه ترین خبرونه

    پاکستان د ون ډے سيريز فائنل کښې سري لنکا ته شکست ورکړې او ټرافي ئې په خپل نوم کړې

    اکتوبر 31, 2026

    خېبر پښتونخواکښې د ګورنر راج او ايمرجنسي لګولو فېصله ضروري وه ، وزيراعظم شهبازشريف

    اکتوبر 31, 2026

    نوښار کښې نامعلومه وسله والو په سرکاري ګاډي ډزې کړي، اسسټنټ کمشنر عادل وسيم سخت ژوبل شوې

    اکتوبر 31, 2026

    سهېل آفریدی په حفاظتي تحویل کښې په شاهې مهمان خانه کښې شپې سبا کوي

    اکتوبر 31, 2026
    سرلیکونه
    لوبو خبرونه اکتوبر 31, 2026

    پاکستان د ون ډے سيريز فائنل کښې سري لنکا ته شکست ورکړې او ټرافي ئې په خپل نوم کړې

    پاکستان د ون ډے سيريز فائنل کښې سري لنکا ته شکست ورکړې او ټرافي ئې…

    خېبر پښتونخواکښې د ګورنر راج او ايمرجنسي لګولو فېصله ضروري وه ، وزيراعظم شهبازشريف

    اکتوبر 31, 2026

    نوښار کښې نامعلومه وسله والو په سرکاري ګاډي ډزې کړي، اسسټنټ کمشنر عادل وسيم سخت ژوبل شوې

    اکتوبر 31, 2026
    ډیر لیدل شوی

    وزيراعظم د بجلۍ سهولت ييکج اعلان کړې،کورني صارفنيو لپاره به بجلي په شپږ ويشت روپې في يونټ وي

    نوومبر 8, 2024124 Views

    پېښور کښې د منکي پاکس نور پنځه شکمن کيسونه رپورټ شوي

    اگست 31, 2024122 Views

    د پښتنون کلتور ورځ،ګورنر پښتونخوا فيصل کريم کنډي دپښتنو صحافيانو تنظيم پي جے اے کابينې غړو نه حلف اخستې

    سپتمبر 23, 2024110 Views
    د مدیر انتخاب

    خېبر پښتونخواکښې د ګورنر راج او ايمرجنسي لګولو فېصله ضروري وه ، وزيراعظم شهبازشريف

    اکتوبر 31, 2026

    وزيراعظم شهبازشريف مسلم ليګ ن ته خېبرپښتونخوا کښې د بلدياتي انتخاباتو لپاره د مکمل تيارو هدايت کړې

    اکتوبر 29, 2026

    سينيټ غونډه کښې د حکومت او جے يو آئي مشرانو ترمينځ تود بحث شوې، شور شرابه

    اکتوبر 29, 2026
    خېبر نيوز
    خېبر نيوز

    خېبر نيوز د پښتو ژبې هغه وړومبے چېنل دے کوم چې تاڅو ته څليريشت ګېنټې تازه ترين خبرونه او جاري امورو باندې څېړنې درکوي. دا چېنل کال دوه زره اووۀ کښې په شپاړسمه جولائي شروع کړے شوے او ډېره لږه موده کښې تېزۍ سره د خپرونې د شهرت څوکې ته رسېدلے دے.

    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube TikTok
    خېبر نيوز © 2026 . ټول حقونه ساتل دي
    • سر پاڼه
    • خېبرپښتونخوا
    • انټرټېنمنټ خبرونه
    • بلوچستان

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.