د ايشيا کپ دوئم ميچ کښې بهارت په نهه وکټو يو اے اي ته ماتې ورکړې ، د کوربه ټيم اتۀ پنځوس رنز هدف بهارتي ټيم پنځم اوور کښې يو وکټ په زيان پورا کړې او ميچ ئې ګټلې دې ۔
دبئي کښې لوبيدلې د ايشيا ټي ټوينټي کرکټ کپ دوئم ميچ کښې بهارتي ټيم ټاس ګټلې وو او پخپله ئې اول د فيلډنګ فيصله کړې وه ۔
د يو اے اي ټيم بېټرز ښۀ لوبه نۀ ده کړې او ټول ټيم څوارلسم اوور کښې صرف په اووه پنځوس رنز آؤټ شوې وو، چې پکښې ټولو نه زيات علي شاه دوه ويشت او کپتان محمد وسيم نورلس رنز جوړ کړي وو ۔
بهارت طرف نه کلديپ ياديو څلور او شيوام دوبے دوه وکټې په خپل نوم کړې وې ، د اتۀ پنځوس رنز هدف بهارتي ټيم پنځم اوور کښې يو وکټ په زيان پورا کړې او ميچ ئې ګټلې دې ۔
دوه اعشاريه يو اوور کښې اووه ورکولو سره څلور وکټې اخستو باندې کلديپ ياديو د ميچ غوره لوبغاړې ګرځولې شوې دې ۔