پاکستان ته په نړيواله سطح يوه بله سفارتي کاميابي ميلاؤ شويده، شنګهائي تعاؤن تنظيم پهلګام پيښې په اړه د بهارت بيانه مسترد کړې او بلوچستان کښې ئې د ترهه ګرۍ د پيښو مذمت هم کړېدې، اعلاميې مطابق پهلګام پيښۀ پاکستان سره تړلو کښې ناکامۍ باندې بهارت د اجلاس اعلاميې باندې دستخط کولو نه هم انکار کړېدې ۔
د چين ښار بيجنګ کښې د شنګهائي تعاؤن تنظيم ملکونو د دفاع وزيرانو دوه ورځنې اجلاس شويدې ۔
اجلاس نه پس جاري شوې اعلاميه کښې ترمخه شنګهائي تعاؤن تنظيم پهلګام پيښې په اړه د بهارت بيانه مسترد کړې او بلوچستان کښې ئې د ترهه ګرۍ د پيښو مذمت هم کړېدې ۔
اعلاميې مطابق پهلګام پيښه پاکستان سره تړلو کښې ناکامۍ باندې بهارت د اجلاس اعلاميې باندې دستخط کولو نه هم انکار کړېدې ۔
رپورټس کښې وئيلي شوي چې د غونډې دوران بهارتي وفد اجلاس ته منتونه کړې چې د پاکستان مذمت دې اوکړي ولې د غونډې ګډونوالود بهارتي موقف اوريدو نه انکار کړې ،چې لوجې ئې بهارتي وفد مايوسه شوې او د اجلاس اعلاميه باندې ئې دستخط هم نۀ دې کړې ۔