پي ډې ايم اے د خېبرپښتونخواغريزو سيموکښې نن نه يکم جولائي پورې د بارانونو نوې لړې شروع کيدو امکان څرګند کړې، وئيلي دي چې دې دوران شمالي علاقو کښې د ګليشيئرز ويلو کيدو لوجې خوړونو او نهرونو کښې د سيلابي اوبو سيوا کيدو هم انديښنه ده ۔
د پي ډي ایم اے لخوا جاري شوې بیان ترمخه د خېبر پښتونخوا زیاترو ضلعو کښې د نن ماښام نه تر د جولائي اولنۍ نېټې پورې د سختو بارانونو او ږلۍامکان دې ۔
پی ډي ایم اے خبردارې ورکړې چې د بارانونو لوجې په شمالي سیمو کښې د موجود ګليشيرز ويلو کيدو خطرہ دہ چې ترمخه ئې چترال اپر، چترال لوئر، دیر اپر، سوات او د کوهستان حساسې ضلعې ګرځولې شوي او ضلعي انتظاميې ته د سمدستي اقدامات کولو او چمتو اوسیدو هدايات شويدي ۔
پی ډي ایم اې په سیلانیانو هم غږ کړې چې هغوي دې د احتیاطي تدابیرو سره سفر اوکړي او د غیر ضروري تګ راتګ نه دې ډډه اوکړي ۔
د پی ډي ایم اے ویاند وئیلي دي چې د هغوي ایمرجنسي آپریشن مرکز فعاله دې، او اولس کولې شي چې د هر ډول ایمرجنسي حالت رپورټ ادارې ته ورکړي ۔
بلخوا موسمياتومحکمې هم اته ويشتم جون پورې د ملک زياتره سيمو کښې د باران وريدو پيشنګوئي کړېده