پاکستان د ابدالي ميزائل کاميابه آزمائنه کړې، دا ميزائل روايتي او غير روايتي وسله د اوړلو صلاحيت لري، او د څلور سوه پنځوست کلوميټر پورې خپل هدف په نښه کوؤلې شي ۔
آئي ايس پي آر لخوا جاري شوي بيان مطابق پاکستان د ابدالي ميزائل سسټم کاميابه تجربه کړې، ددې تجربې مقصد د آپريشنل تيارو تکنيکي اړخونو جاج اخستل وؤ ۔
آئي ايس پي آر وائي چې ابدالي ميزائل روايتي او غير روايتي وسله وړلو صلاحيت لري، او څلور نيم سوه کلو ميټر پورې خپل هدف په نښه کوؤلې شي ۔
صدر مملکت آصف علي زرداري ، وزيراعظم شهبازشريف او عسکري قيادت د ميزائل پۀ کاميانه آزمائنه سائنسدانانو، انجينئرانو او قام ته اومبارکي هم ورکړې ده ۔
ترجمان پاک فوج مطابق عسکري قيادت د سټريټيجک فورس آپريشنل تيارو او تيکنيکي مهارت باندې د اطمينان څرګندونه کړې ده ۔