د پنجاب حکومت لخوا د نهمې مئي پيښو په اړه سپريم کورټ کښې جمع شوې رپورټ کښې وئيلي شوي چې په نهمه مئي صرف احتجاج يا ريلي نه وه بلکه په يو ادارې باندې منظم حمله شوې وه، رپورټ ترمخه په دې موقع پنجاب کښې هنګامو لوجي د نورلس کروړه ، اوويا لکه روپو نقصان شوې وو ۔
پنجاب حکومت د نهمې مئي پيښو په اړه خپل رپورټ سپريم کورټ کښې جمع کړيدې،رپورټ کښې وئيلي شوي چې په نهمه مئي صرف احتجاج يا ريلي نه وه بلکه په يو ادارې باندې منظم حمله شوې وه ۔
پنجاب ځکومت خپل رپورټ کښې وئيلي چې نهمه مئي باندې پنجاب کښې هنګامو لوجي د نورلس کروړه ، اوويا لکه روپو نقصان شوې وو ۔
دغه پيښو کښې ککړ څليريشت زره ملزمان مخروران دي ، د پنجاب اته ديرش ښارونو کښې توړپهوړ شوې وو، يو سل پنځوس نه زيات سيکورټي اهلکار هم زخمي شوي وو ۔
رپورټ مطابق په نهمه مئي د پنجاب اته ديرش ښارونو کښې درې سوه نورلس مقدمې درج کړې شوې وې، او د ملزمانو مجموعي شميره پنځه ديرش زري، نهه سوه، دوه شپيتۀ ده ۔