پنډۍ: آئي ايس پي آر له لوري جاري شوي بيان مطابق آرمي چيف جنرل سيد عاصم منير په مشرې کښې کورکمانډرز کانفرنس شويدې، فورم د بهارتي فوج مشرانو اوسني اشتعال انګيز بيانانو هم سخت نوټس اخېستې دې ۔
آئي ايس پي آر مخکښې وئيلي دي چې د بهارتي پوځ مشرانو بيانونه ئي غير ذمه دارانه او علاقائي استحکام لپاره نقصان ده ګرځولي دي ۔
آئي ايس پي آر وائي چې کانفرنس کښې د ايل او سي او ورکنګ باؤنډري سره موجوده صورت حال باندې تبادله خيال شوېدې ۔
په دې موقع آرمي چيف اوئيل چې پاکستان آرمي ملکي خودمختارۍ او سالميت دفاع لپاره مکمل تيار دې، بهارتي پوځ اوسنې بيانونه د دوي مايوسې نشاندهي کوي،پاکستان به مکمل طاقت سره هر قسمه مهم جوئي جواب ورکوي ۔
شرکاؤ مقبوضه کشمير کښې د انساني حقوقو خلاف ورزو سخت مذمت کړېدې او وئيلي دي چې مقبوضه کشمير کښې د بهارت انساني حقوقو خلاف ورزيانې خطې کښې امن او استحکام لپاره سنګينه خطره ده ۔
فورم د ترهه ګرې کارروائيانو لپاره د افغان زمکې په استعماليدو تشويش اظهار کړېدې، غوښتنه ئي کړېده چې افغان عبوري حکومت دې ترهه ګرو موجودګې نه انکار په ځائے دوي خلاف کوټلې ګامونه پورته کړي ۔
فورم بلوچستان کښې د ترقې اقدامات تيزه ولو ضرورت باندې زور رواړې دې، کانفرنس کښې قانون نافذ کونکو ادارو او د خلکو قربانو ته زبردست خراج عقيدت وړاندې کړې شوېدې ۔