د کرم ضلعې شخړې هوارولو په غرض سرښار اسلام آباد کښې په اول ځل جرګه شوې چې پکښې د کرمې دواړه فريق يو ځائې ناست وو او صلاح مشورې ئې کړېدي،دغه مشرانو ډير په ښه ماحول کښې يو بل سره خبرې اترې کړې او اهم فيصلې ئې هم کړېدي ۔
جرګه کښې فيصله شوې چې يو بل پسې خبرو بنديز اوشي، د سوشل ميډيا غلط استعمال به اودرولې شي ۔
خېبرنيوز سره خصوصې خبرو پر مهال د جرګې اراکينو وئيلي چې کرمه کښې داعتماد سخت کمې دې، دواړو فريق ته په يو بل اعتماد کول پکاري دي ،کوشش به کوؤ ، چې يو بل سره کښينو او د يو بل خبرې واورو او مسئلې په خپله حل کړو ۔
دوي اووئيل چې پر اميد يو چې اسلام آباد ته راتلل لوئې خبره ده ، طمع ده چې يو بل سره به دغه شان کښېنو او دوئمه جرګه به پيښور کښې کيږي او امن په ځائې کيدو لپاره به کوششونه جاري ساتو ۔
د دوي وينا وه چې پيښور او اسلام آباد نه پس به بيا دغه جرګه کرمه کښې هم کيږي،کوشش به کوؤ چې کرمه کښې امن راشي، دواړه فريق به پورا پورا کوشش کوي ۔
جرګه کښې غوښتنه شوې چې صوبائي حکومت دې د نقصانانو ازاله دې زر تر زره اوکړي،که هر طرف نه بدامني خوريږي نو خلاف به ئې سخت ايکشن اخستې شي ۔