اسلام آباد: د چيف جسټس پاکستان جسټس يحيیٰ آفريدي مشرۍ کښې د جوډېشل کميشن آف پاکستان اجلاس شوې چې پکښې د پيښور هائي کورټ لپاره د ايډيشنل ججز په تعيناتۍ غور شويدې ۔
جوډيشل کميشن د پيښور هائيکورټ لپاره د لس ايډيشنل ججانو د تعيناتۍ منظوري ورکړې ده ۔
ذرائعو وئيلي چې پيښور هائيکورټ لپاره د نهه ايډيشنل ججانو د تعيناتۍ ايجنډا زير غور وه ،ولې د لس ججانو د تعيناتۍ منظوري ورکړې شويده ۔
ذرائعو ترمخه اجلاس دوران د پيښور هائيکورټ چيف جسټس د لس ججانو د تعيناتۍ مطالبه کړې وه ، کومې سره چې چيف جسټس پاکستان اتفاق کړې وو ۔
ذرائعو ترمخه د فرح جمشيد،انعام الله خان، مدثر امير، ثابت الله،اورنګزيب،عبدالفياض،صلاح الدين،صادق علي،طارق آفريدي،اورنګزيب خان د پيښور هائيکورټ ايډيشل ججز په توګه منظوري ورکړې شويده ۔
ذرائعو دا هم وئيلي چې جوډيشل کميشن د ايډيشنل ججانو تعيناتي اتفاق سره ورکړې ده ۔