کوئټه: د پاک فوج اطلاعاتو شعبې آئي ايس پي آر لخوا جاري شوې بيان کښې وئيلي شوي چې د بلوچستان ضلع قلعه عبدالله کښې سيکيورټي فورسز چيک پوسټ باندې د ترهه ګرو حمله ناکامه کړې شويده ۔
آئي ايس پي آر وئيلي چې حملې په وخت ترهه ګر د بارودو نه ډک ګاړي د سيکيورټي چيک پوسټ بهرني ديوال سره جنګولې ، دې دوران پنځه ترهه ګر وژلې شوي چې پکښې دوه خود کش حمله آور هم شامل وو ۔
آئي ايس پي آر ترمخه ترهه ګرو سره مقابله کښې د پاک فوج دوه ځوانان هم شهيدان شويدي ،شهيدا شوي ځوانانو تعلق د خيبرپښتونخوا مختلفو علاقو سره وو ۔
شهيد شوي ځوانانو کښې د ټانک اوسيدونکي نهه ديرش کلن نائيک طاهر خان او کرک سره تعلق لرونکي شپږ ويشت کلن طاهر اقبال شامل دي ۔
آئي ايس پي آر مخکښې وئيلي چې د ترهه ګرو د حملې نه پس سيمه کښې کليئرنس آپريشن کيږي،د دې حملې ذمه وار به خپل انجام ته رسولې شي، د پاکستان سيکيورټي فورسز د ترهه ګرۍ خاتمې لپاره پرعزم دي ۔