د خېبرنيټ ورک ټيم د ميډيا کرکټ ليګ چيمپيئن جوړ شويدې، ميډيا ليګ کرکټ فائنل ميچ کښې ئې جنګ ګروپ ته شکست ورکړېدې ۔
د اسلام آباد شاليمار ګراؤنډ کښې لوبيدلي فائنل ميچ کښې د جنګ ګروپ ټيم ميچ ګټې لپاره خيبرنيټ ورک ټيم ته د يو سل اته څلويښټ رنز هدف ورکړې وو ۔
خېبر نيټ ورک ټيم مقرره هدف درې وکټو په نقصان پوراکړې، او ټرافي ئې ګټلې ده ۔خېبر نيټ ورک په سيمي فائنل کښې جي اين اين ټيم له په لس وکټو شکست ورکړې ۔
شاندار کارکردګۍ باندې فهد ميا چنو ته د فائنل ميچ بهترين لوبغاړي اعزاز ورکړې شويدې ۔
د فائنل ميچ مشر ميلمه چيئرمين سينيټ يوسف رضا ګيلاني او وزير اطلاعات و نشريات عطا تارړ وو،عطا تارړ په دې موقع خېبر نيټ ورک ته فائنل ګټلو باندې اومبارکي هم ورکړېده ۔
مشر ميلمنو ټورنامنټ په خپل نوم کونکي ټيم ته ټرافي او د درې لکه روپو چيک ورکړې دې ، او رنر اَپ ټيم جنګ ګروپ ټيم ته ئې د دوه لکه روپو چيک سپارلې دې ۔
دې ترڅنګ مشر ميلمنو مختلف آفيشلز او د ټورنامنټ انتظاميې ته هم ټرافيانې او شيلډز ورکړېدي ۔