سرکاري سرچينو ترمخه رياست کرم کښې د شرخواښو خلاف بلا تفريق سختې کارروائي کولو فيصله کړېده، د لوئر کرم کښې بګن علاقه سره نژدې په قافلے حملې کښې ککړ شرخواښو نشاندهي کړې شوېده ۔
سرچينې وائي چې د شرخواښو لټون لپاره ضلعي انتظامې او پوليس په نګرانې کښې سرچ آپريشن روان دې، ولې سيکيورټي فورسز مرستې لپاره موجود دي ۔
اوسه پورې نورلس شرخواښو نشاندهي وروستو ايف آئي آر درج کړې شوېدې اور نورو شرخوښو خلاف هم کاروائي جاري ده او ډير زر به د نورو شرخوښو نشان دهۍ نه پس هغ خلاف ايف آئي آر درج کړې شي ۔
سرچينې وائي چې لوئر کرم کښې د بګن او خواؤ شاه علاقے خالي کړې شويدي، ټول کرم نه به مرحله وار وسله راجمع کولې شي، ټول بنکرز به ختمولې شي