د افغانستان خوست صوبه کښې د مدرسې ګريجويشن دستورې ته د وينا پر مهال د افغانستان نائب خارجه وزيرشير محمد عباس ستانکزئي وئيلي چې د زنانو په تعليم بنديز لګول د شريعت خلاف دي او دا نا انصافي ده د دې خاتمه پکار ده ۔
نائب خارجه وزير اووئيل چې د افغانستان څلويښت ملين آبادي ده چې پکښې شل ملين زنانه دي ، د افغانستان د شل ملين زنانو سره نا انصافۍ کيږي ،په تعليم لګولې دغه بنديزونه د شريعت خلاف دي ۔
عباس ستانکزئي اووئيل چې دنياوي تعليم سره سره په زنانو مدرسو او مذهبي تعليم حاصلول هم بند دې ،دوي ته وراثت کښې کښې هم حق نۀ ميلاويږي ۔
هغه اووئيل چې حضرت محمد صلی الله عليه وآله وسلم په وخت کښې زنانو او نارينو دواړو لپاره د تعليم دروازے کهولاؤ وې ۔