اسلام آباد: د متحده عرب امارات قامي ورځ دستوره کښې صدر مملکت آصف علي زرداري او وزير اعظم شهباز شريف ګډون کړېدې ۔ په دې موقع دواړو مشراون اسلام آباد کښې تعينات د يو اے اي سفير سره کيک هم کړې او په قامي ورځ ئې ورته اومبارکي هم ورکړېده ۔
صدر مملکت په خپل تقرير کښي وئيلي چي متحده عرب امارات تجارت ، سرمايه کار او سيلګرۍ شعبو کښي په نړيوال کچ ځان منلے ، دواړو هيوادونو ترمينځه قابل اعتماد اسټريټجک شراکت داري ده ۔
صدر مملکت ويناوه چي متحده عرب امارات کښي اتلس لکه پاکستانيان موجود دي ، دواړو هيوادونو ترمينځه تجارت په سيوا کيدو روان دے ۔ امارات سره آئي ټي ، توانائي ، زراعت او سيلګرې پشمول نورو شعبو کښي همکاري زياتول غواړو ۔
په دې موقع وزيراعظم شهبازشريف خپله وينا کښې وئيلي چې متحده عرب هميشه په سخت وخت کښې د پاکستان هر قسمه مرستې کړېدي ۔
وزيراعظم اووئيل چې د يو اے اي تعاون لوجې د آئي ايم ايف پاکستان لپاره پروګرام آسان شويدې ۔