اسلام آباد: د خزانې وزارت لخوا جاري شوې نوټيفکيشن ترمخه د پټرولو قيمت راتلونکي پنځلس ورځو لپاره برقرار ساتلې شوېدې ۔
نوټ فکيشن مطابق د هائي سپيډ ډيزلو په نرخ کښې في لټر درې روپې پينځه پيسې کمي سره نوې قيمت دوه سوه پينځه پنځوس روپې اته ديرش پيسې ته راکم شوېدې ۔
نوټي فکيشن کښې وئيلي شوي چې لائټ ډيزلو قيمت کښې دوه روپې اته اوويا پېسې في ليټر راکم کړې شوېدې، چې له وروستو د لائټ ډيزلو قيمت يوسل اته څلويښت روپې پينځه نوي پيسې مقرر کړې شوېدې ۔
نوټيفکيشن مطابق خاورو تيلو په نرخ کښې هم درې روپې دوه ديرش پيسې کمي کړې شوېده، د خاورو تيلو نوې قيمت في ليټر يوسل يو شپته روپې شپږ شپيته پېسې مقرر کړې شوېدې، د پټروليم مصنوعاتو نوي نرخونه نن نه عملي کړې شويدي ۔