پیښور هائيکورټ د انټرنیټ سروس سلو کولو خلاف دائر رټ پټیشن باندی د پی ټی اے او موبائل کمپنیانو پشمول متعلقه ادارو نه جواب طلب کړی او سماعت ملتوی کړی
جسټس وقار احمد او جسټس کامران حیات میانخیل باندې مشتمل دوه کسیزه بینچ د رټ پټیشن سماعت کړی عدالت ته ووئیلی شو چی انټرنیټ سروس سلو کړې شوې چې لوجې اپلوډنګ او ډاون لوډنګ نه کیږی ددې نه علاوه واټس ایپ سروس هم متاثره شوې جسټس کامران حیات میانخیل ووئیل چې دوه قسم انټرنیټ دی یو لینډ لائن دی چی کار کوې خو سلو کړې شوې دویم د موبائل کمپنیانو دې پیښور هائيکورټ د متعلقه کمپنیانو او ادارو جواب طلب کړی او په راتلونکې سماعت باندی تفصیلات د وړاندې کولو حکم ورکړی