پنډۍ: اډياله جيل کښې د ترهه ګرۍ مخنوي عدالت جج امجد علي شاه د نهمې مئي په موقع دجي ايچ کيو حمله کيس سماعت کړيدې ۔
سماعت په موقع باني پي ټي آئي او شاه محمود قريشي پشمول نور نامزد ملزمان کمره عدالت ته پيش کړے شوي وو، د وکلا دلائل مکمل کيدو ورستو جج امجد علي شاه فردجرم اورولې، چي پکښې باني پي ټي آئي پشمول په سل ملزمانو فردجرم عائد کړے شويدے ۔
د ترهه ګرۍ مخنيوي عدالت لخوا لګولې شوې فرد جرم نه باني پي ټي آئي پشمول نورو ملزمانو صحت جرم نه انکار کړي دې ۔
عدالت په دې کيس کښې دري ويشت ملزمان د وړاندي نه اشتهاري ګرځولي دي چې پکښې شهبازګل،ذلفي بخاري او مراد سعيد شامل دي ۔
د پي ټي آئي په اوويا مشرانو الزام دے چې هغوي په نهمه مئي منصوبه سازي کړي وه، او کارکنان ئې جلاو ګهيراو او عسکري و سرکاري تنصيباتو باندې حملو کولو لپاره لمسولي وو ۔
بلخوا د سماعت ختميدو ورستو پوليس د اډياله جيل نه بهر اپوزيشن ليډر عمرايوب، ملک احمد چټهه او راجه بشارت ګرفتار کړيدي ۔